د مهاجرينو چارو وزير د ځاځيو قوم د علماو او مخورو سره وکتل
د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزير الحاج خليل الرحمن حقاني د لړم په (۱۶) مه په خپل کاري دفتر کې د ځاځيو قوم د علماو او مخور سره ليدنه وکړه.
په دغه ليدنه کې يو شمېر علماو او سپين ګيرو د نورو په استازيتوب خبرې وکړې، له اسلامي نظام څخه يې خپل ملاتړ اعلان کړ او خپلې ستونزې يې هم شريکې کړې.
وروسته د مهاجرينو چارو وزير خبرې وکړې او له دوی سره يې ژمنه وکړه چې د دوی ستونزې به د اړوندو چارواکو سره شريکې کړي.