د مهاجرينو چارو وزير  بيت الله شريف ته د تلوونکو افغان مهاجرينو سره  خبرې وکړې

sadam_morr
شنبه ۱۴۰۲/۳/۱۳ - ۱۱:۵۱
-

د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزير الحاج خليل الرحمن حقاني د هغو افغان مهاجرينو سره د وزارت د ناستو په تالار کې خبرې وکړې، چې د مهاجرينو چارو وزارت له لارې بېت الله شريف ته  تلوونکي دي.
د مهاجرينو چارو وزارت له لارې په روان کال کې زر ته افغان مهاجرينو، چې  په پاکستان، ايران او يوشمېر نورو هېوادونو کې مېشت دي سعودي عربستان ته د حج د فرضې د ادا کولو لپاره لېږل کېږي.
د دوی پچه اچونه په دغه وزارت کې تر سره شوې وه، چې د (۴) زره او (۵۰۵) تنو غوښتونکو له ډلې  يې زرو تنو سعودي عربستان ته د تلو چانس تر لاسه کړی.
د مهاجرينو چارو وزير له دوی سره په ليدنه کې په دغه وزارت کې د اسنادو د طی مراحلو، د حج او اوقافو او سعودي عربستان ته د سفر په اړه معلومات ورکړل.
هغه له حاجيانو څخه غوښتنه وکړه، چې له کابل څخه سعودي عربستان ته د تګ او هېواد ته د راستنېدو پرمهال له نورو حاجيانو په  شان له صبر څخه کار واخلي او څنګه چې ورته استادان لار ښوونه کوي د حج مراسم په ښو اخلاقو او حوصلې سره ترسره کړي.
حقاني دوی ته ډاډ ورکړ، چې ددې وزارت چارواکي او کار کوونکي  د خدمتګارانو په توګه  د دوی په خدمت کې دي  او د دوی  د اسنادو اداري طی مراحل ترسره کوي.
وروسته د حقوقي ملاتړ رئيس  او د حاجيانو د کمېټې مسؤل مولوي غلام نبي داد خېل  په مهاجرينو چارو وزارت او يوشمېر نورو ادارو کې د دوی د اسنادو د طی مراحلو په اړه معلومات ورکړل او ډاډ يې ورکړ، چې د وزارت په بېلابېلو برخه کې موظف شوي کار کوونکي د دوی په خدمت کې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۳۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیایي برنامو له استازو سره ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري په مشرۍ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ(UNHCR) او د ملګرو ملتونو پراختیایي برنامو(UNDP). . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۲
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغان ښځو ښوونیز مرکز موسسې سره د ۵۳۷ زره او ۸۵۵ امریکایي ډالرو پر ارزښت یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار کې د زیانمنو شویو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه

په مهاجرینو چارو وزارت کې د ا.ا.ا د چارو ادارې عمومي ریاست د استازو، د یاد وزارت د رییسانو او ځینو امرینو په شتون کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه.
په پیل کې د یاد وزارت مالي. . .

بېرته خبرونه ته