د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت له لوري د نيكمرغه لوى اختر د لمانځه مراسم ترسره شول

anwari_morr
شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۷ - ۱۰:۱۶
-
 
په دغو مراسمو کې د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو د محترم وزیر په ګډون د بهرنيو چارو محترم وزیر مولوي امیرخان متقي، د امر بالمعروف، نهې المنکر او شکایتونو اورېدلو محترم وزیر شیخ محمد خالد حنفي، د اوبو او برښنا محترم وزیر عبداللطیف منصور، د بېلابېلو وزارتونو یو شمېر معینانو، په کابل کې مېشتو یو شمېر سفیران، دیپلوماتانو او د امارتي ادارو ګڼ شمېر مسوولینو برخه لرله.
محترم مولوي عبدالکبیر، د وینا پر مهال راغلو مېلمنو او حاضرو دیپلوماتانو ته ښه راغلاست وویل او زياته يې کړه، چې اختر د مسلمانانو لپاره د خوښۍ او یووالي ورځ ده، چې له نیکمرغه په افغانستان کې د اسلامي نظام له برکته د امن په فضا کې نمانځل کېږي.
محترم مولوي عبدالکبیر د یتیمانو لاس نیوي او د شهیدانو د کورنیو پوښتنه د ټول ولس مسوولیت یاد کړ او په وینا یې چې د اسلامي امارت مسؤولين او عام وګړي دې، همدارنگه له راستنو شوو هېوادوالو سره مرسته وکړي او له هغوی سره دې د اختر خوشحالۍ شریکې کړي.
د مهاجرینو چارو د وزیر په وینا، چې اسلامي امارت د راستنېدونکو افغان کډوالو د هرکلي لپاره په بشپړ ډول همغږي رامنځته، مرستې او همکارۍ یې منسجمې کړې او د راستنو شوو د ښه خدمت په موخه په ټولو ولایاتو کې ځانګړې کمېټې کار کوي او دغه راز د راستنېدونکو پروسه په ښه ډول مدیریت شوې ده.
محترم وزیر د افغان کډوالو له کوربه هېوادونو وغوښتل چې د کډوالو پر وړاندې له صبر کار واخلي او د پاکستان له چارواکو یې مننه وکړه، چې د افغان کډوالو پر وړاندې، زور زیاتی کم شوی او د اجبري ایستنې په لړۍ کې کمښت راغلی دی.
نوموړي د بشري مرستو پر نه سیاسي کېدو ټېنګار وکړ او پر مرستندویو ادارو یې غږ وکړ، چې راستنو شوو ته د سرپنا په جوړولو کې مرسته او همکاري وکړي.
محترم مولوي عبدالکبیر افغان ولس ته ډاډ ورکړ، چې د اسلامي امارت موخه د دیني احکامو تطبیق، د یووالي ټېنګښت او د هېواد ابادول دي. هغه زياته کړه، چې اسلامي نظام له نړۍ سره د اسلام په رڼا کې د مثبت تعامل پلوی دی.
محترم وزیر د افغانستان ټول قومونه سره وروڼه یاد کړل او وې وویل، چې هر افغان باید په خپله خاوره کې د سکون او اطمینان احساس وکړي.
محترم مولوي عبدالکبیر پر غزه د اسرائیلي پوځیانو بریدونه وغندل او هغه یې د بشریت پر وړاندې اقدامات وبلل.
د مهاجرینو چارو محترم سرپرست وزیر د وینا په پای کې حاضرینو او د نړۍ ټول اسلامي امت ته د نیکمرغه لوی اختر مبارکي وویله.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په سپيدار ماڼۍ کې د لوی اختر لمونځ ادا شو

په سپيدار ماڼۍ کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبر په ګډون د لوی اختر لمونځ ادا شو. په دې مراسمو کې د اسلامي امارت د بېلابېلو ادارو مسوولینو، په کابل کې د مېشتو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۵:۹
Background image

د شهید امیرالمومنین ملا اخترمحمد منصور رحمه الله د شهادت د لسم تلین په مناسبت د قران‌کریم ختم وشو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په جومات کې د ماسپښین تر لمانځه وروسته د دغه وزارت معینانو، رییسانو او کارکوونکو په شتون کې د شهید امیرالمومنین ملا اختر محمد منصور رحمه الله د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۴۳
Background image

د کډوالو چارو وزیر د کونړ له ګڼ شمېر قومي مخورو او مشرانو سره وکتل

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په خپل کاري دفتر کې د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ له ګڼ شمېر قومي مخورو او مشرانو سره وکتل. په دې لیدنه کې په کونړ کې د کډوالو ښارګوټي. . .

بېرته خبرونه ته