حقاني: ټول داخلي بېځایه شوي او راستانه شوي مهاجرین خپلو سیمو ته انتقالوو

sadam_morr
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۱۲:۳۰
-
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني خوست ولایت کې یو شمیر کورنیو ته د بشري مرستو د ویش پرمهال اوویل: مونږ له همکارو موسساتو سره په همغږۍ پوره تصمیم نیولی، چې ټول داخلي بېځايه شوي او راستانه شوي مهاجرین په تدريجي ډول، په باعزته توګه خپلو سیمو ته انتقال کړو
د مهاجرینو چارو وزیر په خپلو خبرو کې ډاډ څرګند کړ، چې هغه راستانه شوي مهاجرین، چې له ثبت پاتې شوي، هغوی به هم د یوه میکانیزم له لارې ثبت او ددوی لپاره په پام کې له نیول شويو امتیازاتو به برخمن شي
د خوست ولایت مرستیال مولوي محبوب شاه قانت د مهاجرینو چارو وزارت له لورې د مرستو مننه وکړه او زیاته یې کړه، اسلامي امارت ولس ته ژمن نظام دی او دا چې، د وزیرانو په کچه خلک د خپل ولس په منځ کې ددوی ستونزو ته پخپله ځان رسوي ددوی د ژمنتیا یوه بیلګه ده
د خوست ولایت د کډوالو چارو رئیس شیخ محمد امان الهام اوویل: په تیرو څو میاشتو کې خوست ولایت ته تر درې زرو پورې کورنۍ مهاجرین له ګاونډیو هېوادونو راستانه شوي او اړتیا ده، چې له دغه ولایت سره نورې هم مرستې وشي، د نوموړي په وینا ددوی ستونزې یې له رهبرۍ سره شریکې کړي او د هغوی له لورې ورته د لا زیاتې همکارۍ ډاډ ورکړل شوی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۱ - ۱۴:۵۱
Background image

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستیالۍ د پلاوي استازي او مهاجرینو وزارت تر منځ ناسته وشوه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستیالۍ استازو، د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت استازو تر منځ ناسته وشوه.
په دې لیدنه کې د وزارت کاري پلانونو شریکولو او د ملګروملتونو د. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۱ - ۱۴:۵۱
Background image

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر مرستیال د مهاجرینو چارو وزیر پر شهادت خواشیني وښوده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر مرستیال خاطر زید د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت له مسلکي معین الحاج مولوي عبدالرحمن راشد سره په لیدنه کې د مهاجرینو او. . .
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۹ - ۱۵:۱۰
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت اداري ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت اونیزه اداري ناسته د وزارت د مالي او اداري مرستیال شیخ کلیم الرحمن فاني په مشرۍ ترسره شوه.
ناسته د الله تعالی د کلام په څو مبارکو ایتونو پیل شوه او. . .

بېرته خبرونه ته