حقاني: ټول داخلي بېځایه شوي او راستانه شوي مهاجرین خپلو سیمو ته انتقالوو

sadam_morr
Thu, Nov 07 2024 12:30 PM
-
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني خوست ولایت کې یو شمیر کورنیو ته د بشري مرستو د ویش پرمهال اوویل: مونږ له همکارو موسساتو سره په همغږۍ پوره تصمیم نیولی، چې ټول داخلي بېځايه شوي او راستانه شوي مهاجرین په تدريجي ډول، په باعزته توګه خپلو سیمو ته انتقال کړو
د مهاجرینو چارو وزیر په خپلو خبرو کې ډاډ څرګند کړ، چې هغه راستانه شوي مهاجرین، چې له ثبت پاتې شوي، هغوی به هم د یوه میکانیزم له لارې ثبت او ددوی لپاره په پام کې له نیول شويو امتیازاتو به برخمن شي
د خوست ولایت مرستیال مولوي محبوب شاه قانت د مهاجرینو چارو وزارت له لورې د مرستو مننه وکړه او زیاته یې کړه، اسلامي امارت ولس ته ژمن نظام دی او دا چې، د وزیرانو په کچه خلک د خپل ولس په منځ کې ددوی ستونزو ته پخپله ځان رسوي ددوی د ژمنتیا یوه بیلګه ده
د خوست ولایت د کډوالو چارو رئیس شیخ محمد امان الهام اوویل: په تیرو څو میاشتو کې خوست ولایت ته تر درې زرو پورې کورنۍ مهاجرین له ګاونډیو هېوادونو راستانه شوي او اړتیا ده، چې له دغه ولایت سره نورې هم مرستې وشي، د نوموړي په وینا ددوی ستونزې یې له رهبرۍ سره شریکې کړي او د هغوی له لورې ورته د لا زیاتې همکارۍ ډاډ ورکړل شوی.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

Thu, Mar 03 2022 5:20 PM
Background image

The Minister of Refugees met with the Deputy Secretary General (IRC)

The Minister of Refugees, Haji Khalil-ur-Rehman Haqqani, met with Mr. Bob Kitchen, Deputy Director General of the International Rescue Committee (IRC), in her office on Thursday, 12 May. . .

BACK TO NEWS