په پاکستان کې د کډوالو اتشې د هالنډ سفارت له لوړپوړو چارواکو سره ولیدل
د چنګاښ میاشتې په ۵ مه نیټه د پاکستان په اسلام اباد ښار کې د کډوالو اتشې د افغانستان لوی سفارت د قونسلي چارو مرستیال او د سفارت د سیاسي برخې یو شمېر همکارانو په ملتیا په پاکستان کې د هالنډ شاهي سفارت له لوړپوړو چارواکو سره وکتل.
دغه غونډه، چې د قطر هېواد په دوحه کې مېشت د افغانستان په چارو مسوول او د سیاسي چارو لومړي سکرتر ښاغلي یورن هیول، د مهاجرینو د برخې لومړۍ سکرترې اغلې هانا ون دیر بلس او په یاد هیواد کې د هالنډ سفارت د سیاسي برخې لومړي سکرتر ښاغلي کاس ون دیر کنب پکې کډون درلود د اسلام اباد ښار په سرینا هوټل کې ترسره شوه.
د دې لیدنې موخه په پاکستان کې د افغان مهاجرینو وضعیت ارزول، د هالنډ سفارت له لوري د شوو اقداماتو په اړه د معلوماتو تبادله او د پاکستان له لوري د افغان مهاجرینو په اړه د وروستي سیاست او چلند په اړه معلومات تر لاسه کول وو.
د مهاجرینو اتشه آصف خان ځدراڼ د مهاجرینو د وضعیت په اړه راپور وړاندې کړ او د موجوده ننګونو او خنډونو یادونه یې وکړه، نوموړي وویل، چې په اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ فعالیتونه کم شوي، چې له امله یې مهاجرینو ته جدي ستونزې رامنځته شوې دي.
هغه له هالنډ سفارت څخه وغوښتل، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ سره نږدې همکاري وکړي او د مهاجرینو د وضعیت د ښه کولو لپاره اغېزمن او عملي اقدامات په کار واچوي.
د مهاجرینو اتشې ټینګار وکړ، چې د مهاجرینو موضوع یوه بشري مسله ده او باید د سیاسي موخو لپاره ونه کارول شي او د مهاجرینو د بېرته ستنېدو بهیر باید د نړیوالو اصولو او معیارونو پر بنسټ په خپله خوښه، تدریجي او د انساني کرامت په ساتلو سره ترسره شي.
د امارت اسلامي سفارت د قونسلي چارو مرستیال ذبیح الله انوري د مهاجرینو لپاره د قونسلي خدمتونو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل: د افغانستان سفارت د نوي پاسپورټونو د صادرولو ترڅنګ، تېرو کلونو په پرتله مراجعینو ته پراخ خدمتونه وړاندې کوي.
د هالنډ شاهي سفارت استازو د معلوماتو د شریکولو له امله مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ سره به د همغږۍ په رامنځته کولو کې به هڅه وکړي؛ ترڅو د هغو مهاجرینو د قانوني اقامې د تمدید ترڅنګ چې د (POR) کارتونه لري د هغوی ستونزو ته د رسیدو لپاره به عملي لارې چارې وړاندې او پلي کړي.