په جوزجان ولایت کې له ۳۰۰ زیاتو کورنیو سره مرسته وشوه
د غبرګولي میاشتې په ۶ مه نېټه په جوزجان ولایت ۳۶۴ اړمنو او بې سرپرستو کورنیو سره نغدي مرستې وشوې.
يادې کورنۍ تر دې وړاندې د دغه ولایت د کډوالو آمریت له لوري پېژندل شوې وې. هرې کورنۍ ته د وزارت د همکارو بنسټونو له خوا ۵ زره او ۶۹۸ افغانۍ نغدي مرستې ووېشل شوې.