د پاکستان له زندانونو څخه ۱۵ تنه خوشي افغانان وطن ته راستانه شول

د ننګرهار ولايت د تورخم له لارې د پاکستان څخه دوږي په ۲مه ۱۵ تنه خوشې شوي او ردمرز شوي افغان مهاجر وطن ته راستانه شول.
د تورخم د مهاجرينو چارو آمر د معلوماتو له مخې يادو کسانو ديوې مياشتې څخه تر ۶ مياشتو پورې په زندانونو کې تېر کړې او له خوشې کېدو څخه وروسته د تورخم له لارې رد مرز شوي.
سرچينې زياتوي، چې ياد کسان د ثبت او راجستر څخه وروسته د مرستو د تر لاسه کولو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان ته ور وپېژندل شول.
همدارنګه يادو کسانو ته د ناروې د مهاجرينو ټولنې له لورې د حقوقي مسايلو او د ډنمارک د مهاجرينو ټولنې له لورې ورته د منفجره موادو په اړه لازم پوهاوی ورکړل شو.