په یو شمېر ولایتونو کې له شپاړس زرو زیاتو کورنیو سره مرستې وشوې

په تېرې یوې میاشت کې د هېواد په (١٩) ولایتونو کې د مهاجرينو چارو وزارت د ولایتي ریاستونو او آمریتونو په همکارۍ (١٦٤٢٠) کورنیو سره مرستې وشوې.
په یادو کورنیو کې معلول،معیوب،یتيمان، کونډې ښځې او اړمنې کورنۍ شاملې وې چې په هرات،نیمروز،کندز،بامیان،بدخشان،غزني،ننګرهار،غور،بادغیس،تخار،ارزګان،بغلان،فارياب،هلمند،لغمان،جوزجان،کاپیسا،پروان او قندهار ولایتونو د همکارو مرستندويه بنسټونو له لورې ورسره مرستې شوې دي.
سرچينې زیاتوي چې په وېشل شوو مرستو کې خوراکي توکي،روغتيايي کڅوړې،کورنۍ کڅوړې،نغدېپیسې،دلمریزې برېښنا تختې،ژمني لباسونه،د سوخت لرګي،فلزي مبرزونه، او دپخلنځي وسایل شامل ول،چې د مرستندويه بنسټونو د استازو په شتو کې په یادو کورنیو ووېشل شوي دي.