له درې زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول
نيمروز ولايت د ورېښمو پل او د هرات ولايت د اسلام قلعه له لارې د ايران څخه ( ۳۶۱۷) تنه افغان مهاجرينو هېواد ته راستانه شول.
د نيمروز او هرات ولايت د مهاجرينوچارو رياست د معلوماتو له مخې د ورېښمو پل له لارې دليندۍ په (۱۳) مه (۱۶۳۷) تنه او د هرات ولايت د اسلام فلعه له لارې د ليندۍ په (۱۴) مه (۱۹۸۰) تنه هېواد ته راستاته شوي.
د يادو راستنېدونکو له ډلې (۸۸) کورنۍ او (۳۲۲۳) تنه مجردين ول، چې له ډلې يې (۶۴) کورنۍ د ( ۴۵۱) تنو مجردينو سره د مرستو په موخه د (IOM) نړيوال سازمان ته ور وپېژندل شول.