سمنګان کې د راستنېدونکو او بېځايه شوو د دوامداره بيا يوځای کېدو دويمه ناسته وشوه

sadam_morr
-

د سمنګان ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رياست د راستنېدونکو او بېځايه شوو د دوامداره بيا يوځای کېدو په موخه د دغه ولايت د والي په مشرۍ  د دولتي او همکارو مرستندويه بنسټونو د استازو په ګډون ناسته وکړه.

په ياده ناسته کې د سمنګان ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رئيس وويل، چې د په ټول هېواد کې د امنيت د ټيڼګښت او د  ا. ا د بريا وروسته زموږ ګڼ شمېر هېوادوال  وطن ته راستنېږي.

په تېرې يوې مياشتې کې د سمنګان ولايت د مهاجرينو چارو رياست په دې توانېدلې، چې (۱۰۲) تنه  راستنېدونکي په معلوماتي سيستم کې ثبت کړي.

وروسته د سمنګان والي  د راستنېدونکو او داخلي بېځايه شوو د اړتياوو د پوره کولو په برخه کې د اړوندو ملي ادارو او همکارو مرستندويه بنسټونو لا زياته پاملرنه اړينه وګڼله او له هغوی څخه يې د لازياتې همکارۍ غوښتنه وکړه.

په پای کې د کار او ټولنيزو چارو  رياست، د او، ار، ډي  د فتر او يوشمېرموسسو  استازو د راستنېدونکو، داخلي بېځايه شوو او ډيپورت شوو په اړه د خپلو يوې مياشتې کړنو راپور وړاندې کړ.