په ننګرهارولايت کې له (٧٦٩) بې ځايه شويو او اړمنو کورنیو سره مرسته وشوه
د ننګرهار ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست له لوري د روان کال د غبرګولي، په (١٧) نېټه د سه شنبې په ورځ، د دغه ولایت پر (٧٦٩) بې ځایه شویو، جګړه ځپلو او زیانمنو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
(٥٠) کورنيو ته (٢٧) زره افغانۍ د (NRC) موسسې لخوا (١٠٠) کورنيو ته (٢٥) زره افغانیو د کورنيو د اقتصاد د ودې لپاره، د ماشومانو د ملاتړ موسسې لخوا (١٥٠) کورنۍ (١٥) زره افغانۍ، او (٤٦٩) کورنیو ته د (ACTION AID) له لارې هر یو ته (٧) زره (٩٠٠) افغانۍ وویشل شوې.
د ننګرهار په مرکز کې د پورتنیو ادارو لخوا، او دننګرهار د مهاجرینو چارو ریاست په همغږۍ ورکړل شوې.