د کډوالو چارو ریاست اړوند په پنجوایې ښارګوټې کې د پاتې ٤١١ جریبه زمکي د سروې چاري بشپړې شوې
د کندهار ولایت والي حیات الله حیات د سپارښتنې سره سم د پنجوایی ښارګوټي د پاتې ٤١١ جریبه زمکې د سروې چاري د ښارجوړونې او اراضۍ وزارت د تخنیکې ټیم او کډوالو چارو ریاست له خوا په ګډه د روان مالې کال د حمل میاشتې په ٧ مه نیټه عملا پیل شوې وې، چې نن په ١٣٩٩/١/١٦ پای ته ورسید.
دغه ښارګوټې په ١٢٠٠ سوه جریبه زمکه کې رغول کیږي، چې ٧٨٩ جریبه زمکه یې پخوا سروې او نقشه شوې وې او پاتې ٤١١ جریبه زمکه یې، چې د ټولنیزو ستونزو له کبله له سروې څخه پاتې و اوس سروې شوه او ورسره سم به د نقشې پلان ژر د ښار جوړونې او اراضۍ د ادارې له خوا بشپړ شې.
د کډوالو چارو ریاست هڅه کوې چې د روان مالې کال په اوږدو کې د پنجوایې ښارګوټې تخنیکې چارې بشپړ او ولسمشر د ٣٠٥ ګڼه فرمان له مخې یې عملا ګټې اخیستنې ته وسپارې.