لغمان کې داخلي بېځايه شوو کورنيو سره دخوراکي توکو مرستې وشوې

د خوراک نړيوال سازمان (WFP) له لورې دلغمان ولايت دمهاجرينو او راستنېدونکو چارو رياست په همکارۍ (٢١) داخلي بېځايه شوو کورنيو سره دخوراکي توکومرستې وشوې. یادې کورنۍ چې دلغمان ولايت دبېلابېلو ولسواليو او يوشمېر سيموڅخه بېځايه شوې وې چې دلړم په (٢٦)مه هرې کورنۍ ته دمهاجرينو رياست او ديادې موسسې داستازوپه شتون کې د دوو مياشتو لپاره خوراکي توکي ووېشل شول.