کډوالو وزير په بلخ کې د مېشتو موسسو ستونزې او ننګونې وڅېړلې

sadam_morr
شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۱ - ۲۲:۵
________

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير نور الرحمن اخلاقي د بلخ ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې په دغه ولايت کې د مېشتو موسسو د استازو سره ليدنه وکړه او ددوی ستونزې او ننګونې يې وڅېړلې.

د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې، کډوالۍ نړيوال سازمان، روغتيا نړيوال سازمان، دماشوم ساتنې نړيوالې موسسې او يوشمېر نورو ادارو استازو په دغه ناسته کې شتون درلود.

ګډونوالو د برنامو د معلوماتو د وړاندې کولو سربېره ناامني، د کورنيو لوړې غوښتنې او د بېځايه شووخلکو د نوم څخه غلطه استفاده ستونزې په ګوته کړې، چې د اړخلکو د پاملرنې پروسه ګډوډوي او د ننګونو سره مخ کېږي.

نورالرحمن اخلاقي د شته پلانونو له مخې د پروسې په ښه والي او د موسسو په لا همغږيو يې ټينګار وکړ او دا يې د اړمنوخلکو د ننګونو او ستونزو په حل کې مهم وبلل.

هغه زياته کړه: څنګه چې ډېری کارونه دموسسو له لورې ترسره کېږي؛ نوموږ به پوره پوره هڅوکوو چې دې همکارانو ته ډېرخدمات چمتوکړو.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۶ - ۸:۱۰
Background image

کډوالو وزارت مالي او اداري مرستیال د ډاکار موسسې له مسؤلینو سره خبرې وکړې

دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي اواداري مرستیال ولي الله جلال د ډاکارموسسې له رییس او دوه تنو سره په کډوالو وزارت کې لیدنه وکړه اودهرات ولایت په کمپونو کې بېځایه شوو کډوالوته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۲ - ۸:۹
Background image

ډکډوالو وزارت داخلي بېځایه شووته درسېدو په موخه نږدې درې میلیونو ډالرو په ارزښت هوکړه لیک لاسلیک کړ

دغه هوکړه لیک دکډوالواو راستنېدونکوچارو وزارت او دژغورنې نړیوالې کمېټې (irc) ترمنځ راستنېدونکو او داخلي بېځایه شووته درسېدو په موخه هوکړه لیک لاسلیک شو.

ددغه هوکړه لیک له مخې چې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۲ - ۸:۹
Background image

دهند سفیر سره دپناه غوښتونکودمرستیال خبرې؛په دغه ناسته کې دافغان کډوالودستونزو سربېره په هند کې دمېشتو افغان کډوالودجریمې په زیاتوالي هم خبرې وکړې

دکډوالو او راستنېدنکو چارو وزات دپناه غوښتونکو مرستیالوفي الله کاکړ په افغانستان کې دهند سفیر تندي سره په هند کې دمېشتو افغان کډوالو دستونزو په هواري او همدارنګه په دغه هېواد کې دمېشتو. . .

بېرته خبرونه ته