کډوالو وزير په بلخ کې د مېشتو موسسو ستونزې او ننګونې وڅېړلې

sadam_morr
Sat, May 01 2021 10:05 PM
________

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير نور الرحمن اخلاقي د بلخ ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې په دغه ولايت کې د مېشتو موسسو د استازو سره ليدنه وکړه او ددوی ستونزې او ننګونې يې وڅېړلې.

د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې، کډوالۍ نړيوال سازمان، روغتيا نړيوال سازمان، دماشوم ساتنې نړيوالې موسسې او يوشمېر نورو ادارو استازو په دغه ناسته کې شتون درلود.

ګډونوالو د برنامو د معلوماتو د وړاندې کولو سربېره ناامني، د کورنيو لوړې غوښتنې او د بېځايه شووخلکو د نوم څخه غلطه استفاده ستونزې په ګوته کړې، چې د اړخلکو د پاملرنې پروسه ګډوډوي او د ننګونو سره مخ کېږي.

نورالرحمن اخلاقي د شته پلانونو له مخې د پروسې په ښه والي او د موسسو په لا همغږيو يې ټينګار وکړ او دا يې د اړمنوخلکو د ننګونو او ستونزو په حل کې مهم وبلل.

هغه زياته کړه: څنګه چې ډېری کارونه دموسسو له لورې ترسره کېږي؛ نوموږ به پوره پوره هڅوکوو چې دې همکارانو ته ډېرخدمات چمتوکړو.

 

Latest news

BACK TO NEWS