لغمان کې بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه
د (ACTED) موسسې له لورې د لغمان ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۵۹ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه.
يادې کورنۍ چې د نا امنيو له امله دخپلو اصلي سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته را بېځايه شوې وې د تېرې دوشنبې په ورځ د وري په ۵ مه هرې کورنۍ ته ۱۱۲۸۰ افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.