مهاجرینو وزارت له یوې موسسې سره د څه باندې ۸۰۰ زره ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ

anwari_morr
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۰
-

د اړمنو کورنیو د ملاتړ او اقتصادي وضعیت د ښه‌والي په موخه د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د هماهنګي کمک های انساني موسسې تر منځ د ۸۴۷ زره ۷۴۸ امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو.
د دغه هوکړه‌‌لیک له مخې به په کندهار، نیمروز، هلمند، زابل او ارزګان ولایتونو کې ۱۹ زره ۶۱۶ راستنې شوې، بېځایه شوې کورنۍ او کوربه ټولنې د معیشت او مېشتېدنې د ملاتړ په برخه کې برخمنې شي.
د دې هوکړه لیک د لاسلیک موخه د راستنو شویو کډوالو لپاره د ټولنیز ګډون او د ښه ژوند برابرول دی.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۵
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له عدالت غوښتنې او ځواکمنتیا مدنې موسسې سره د ۱۴۵ زره او ۳۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک نن لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین په افغانستان کې د قطر هېواد سرې میاشتې ادارې له رییس سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي شیخ عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د قطر هېواد سرې میاشتې ادارې له رییس ښاغلي بها‌ء علي النجومي سره وکتل.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د افغانستان لپاره د وارچایلډ موسسې له رییس سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدنکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي شیخ عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د وارچایلډ موسسې له رییس ښاغلي لم جوردن سره وکتل.

په دغې لیدنه کې. . .

بېرته خبرونه ته