د کډوالو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال ددې وزارت د دېوالونو د جوړولو له کار څخه ليدنه وکړه

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۳/۲۱ - ۹:۲۴
معین مالی  و اداری

 د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال انجينير احمد ولي حکمي د غبرګولي په ۲۰مه د ياد وزارت د دېوالونو جوړولو د کار له جريان او پرمختک څخه ليدنه وکړه.

مالي او اداري مرستيال د کار دچټکوالي او د ښه کيفيت د غوښتنې ترڅنګ  قرار دادي شرکت مسولينو ته سپارښتنه وکړه، چې په قرار داد کې تر ټاکلې مودې پورې دې خپل کارونه بشپړ کړي.

نوموړي همدارنګه د انجينيرۍ رياست مسولينوته لارښونه وکړه چې دوی ته دې د کار له پرمختګ او څرنګوالي څخه هره ورځ  راپور ورکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۳۹۸/۶/۲۳ - ۱۰:۱۲
Background image

 د کډوالو چار وزارت د دوامداره  بشري استوکنې پروګرام د پلي کولو په موخه په ښاري سيمو کې د نوې ځای پرځای کېدنې لپاره  د ملګرو ملتونو د بشرې استوګنې له ادارې  سره همکاري کوي

د ملګرو ملتونو د بشرې استوګنې  اداره د اروپايي ټولنې او ډنمارک په مالي ملاتړ ، د راستنېدونکو، بيا ځاي پر ځای کېدنې لپاره د دوامداره  بشري ځای پر ځای کېدنې پروګرام لاندې ، د امنيتي او. . .

شنبه ۱۳۹۸/۶/۲۳ - ۸:۴۱
Background image

کډوالو چارو وزير د راستنېدونکو لپاره د کارموندنې پروګرامونو په لا ګټورتوب ټينګار وکړ

 

د کډوالو او رذاستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي د کډوالۍ نړيوال سازمان (IOM) د رادا پروژې له مسولې آغلې کرستينا همسترا سره په ناسته کې په دغه پروژه کې د راستنېدونکو لپاره د. . .

شنبه ۱۳۹۸/۶/۱۶ - ۱۵:۵۹
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال داخلي بېځايه شوو او راستنېدونکو کورنيو ته د مرستو رسولو په نوی ميکانيزم ټينګار وکړ

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال انجينير احمد ولي حکمي ننګرهار ولايت ته د سفر پر مهال د ياد ولايت له چارواکو سره په ليدنه کې داخلي بېځايه شوو او راستنېدونکو. . .

بېرته خبرونه ته