د مهاجرینو چارو وزارت او یوناما ترمنځ د راستنو شویو او بېځایه شویو د پالیسیو او لارښودونو نهايي کولو په اړه مشورتي ناستې وشوې

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۴:۰
-

د وزارت د پلان او پالیسۍ او دایمي حل‌‌لارو موندنې رییسانو او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي(یوناما) د دایمي حل‌‌لارو سلاکارې اغلې فرحانه سټوکر ترمنځ ګډې مشورتي ناستې وشو.
په لومړۍ ناسته کې، چې د پلان او پالیسۍ رییس ښاغلي مولوي امیر محمد طاهر او اغلې سټوکر ترمنځ وشوه، د بېځایه شویو پالیسۍ د مسودې، د راستنېدنې او بیا مېشتېدنې پالیسۍ اړوند د وړاندې شویو نظرونو او لیدلورو په اړه خبرې وشوې.
د ناستې ګډونوالو د اړوندو بنسټونو ترمنځ د همغږۍ پر ارزښت او د همکارو ادارو ترمنځ د دایمي حل‌لارو موندلو پر بنسټ د تخنیکي ډلو پر رامنځته کولو ټينګار وکړ.
دویمه ناسته د دایمي حل‌لارو موندنې رییس ښاغلي مولوي شمال خان مصلح او اغلې سټوکر ترمنځ وشوه. په ناسته کې د داخلي بېځایه شویو او راستنو شویو لپاره د دایمي حل‌لارو د کاري ډلې د لارښود مسودې په اړه وړاندیزونه، نظرونه وړاندې او وڅېړل شول.
ښاغلي مصلح د کډوالو په اړه اندېښنه څرګنده کړه، د هغوی ستونزو ته یې پر جدي رسېدنې ټینګار وکړ او ویې ویل: کډوال د سرپناه نشتون، اقتصادي ستونزو، بنسټيزو خدمتونو ته نه لاس رسی او نورو خنډونو سره مخ دي او د افغانستان اسلامي امارت له خپل وس او توان سره سم هغوی ته خدمت کوي.
هغه د کډوالو لپاره د دایمي حل‌لارو موندلو غوښتنه وکړه او ټينګار یې وکړ، چې د هغوی لپاره د وړ او خوندي سرپناه جوړول باید د مسوولو بنسټونو لپاره لومړیتوب ولري.
په پای کې ګډونوالو د همکاریو پر دوام، د یادو سندونو د نهایي کولو په موخه د اړوندو بنسټونو د لیدلورو پر راټولولو ټينګار وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۴:۰
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او یوناما ترمنځ د راستنو شویو او بېځایه شویو د پالیسیو او لارښودونو نهايي کولو په اړه مشورتي ناستې وشوې

د وزارت د پلان او پالیسۍ او دایمي حل‌‌لارو موندنې رییسانو او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي(یوناما) د دایمي حل‌‌لارو سلاکارې اغلې فرحانه سټوکر ترمنځ ګډې مشورتي ناستې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۲۰:۵۵
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د کابل د جهادي مدرسې له مهتمم شیخ محمد ابراهیم او شیخ محمد فقیر محمدي سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د کابل جهادي مدرسې له مهتمم شیخ محمد ابراهیم او شیخ محمد فقیر محمدي سره وکتل.
په پیل کې محترم شیخ محمد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۰:۲۴
Background image

په ترکیه کې د مېشتو افغان کډوالو استازو د مهاجرینو چارو وزارت له لېږل شوي پلاوي سره وکتل

ترکیې هېواد ته د مهاجرینو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ، د یاد وزارت او بهرنیو چارو وزارت د لېږل شوي ګډ پلاوي د لیدنو په لړ کې دا ځل د ترکیې په انقره. . .

بېرته خبرونه ته