د مهاجرینو چارو وزارت پلاوي ترکيې ته د سفر په لړ کې د یاد هېواد د کډوالۍ ادارې له مرستیال سره وکتل

anwari_morr
شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۰:۴۰
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ د یاد وزارت او بهرنیو چارو وزارت ګډ پلاوي ترکيې ته د سفر په لړ کې د تلې په ۳۰مه د دغه هېواد د کډوالۍ ادارې له مرستیال ښاغلي مراد قره کایا، د غیرقانوني کډوالو عمومي مدیر ښاغلي احمد کوچک ایکیز او د کډوالو اخراج برخې له مسوول ښاغلي اونکار سره د هغوی په کاري دفتر کې وکتل.
ښاغلي بنوري د خپل سفر موخې بیان کړې، چې په ترکیه کې د افغان کډوالو ستونزو ته رسېدنه، په مېشتغالو کې د افغان کډوالو د ساتنې له مرکزونو لیدنه او د هغوی ستونزو ته رسېدنه، د ګډو همکاریو سند شریکول او د کډوالۍ اړوند چارو مدیریت پکې شامل دي.
وروسته ښاغلي مراد قره کایا او ښاغلي ایکیز د اسلامي امارت د یاد پلاوي د سفر له امله مننه وکړه او د کډوالو اړوند پروګرامونه په اړه یې پوره معلومات وړاندې کړل. هغوی په مېشتغالو کې د کډوالو ساتنې فعالیتونو او همدارنګه د ترکیې او اسلامي امارت له اړیکو یې ځانګړې یادونه وکړه او د دغو اړیکو پر پیاوړتیا یې ټينګار وکړ.
هغوی څرګنده کړه، چې ترکیه دا مهال له سختو شرایطو سره مخ ده، د سوریایي، عراقي او افغان کډوالو د شمېر له زیاتوالي سره بیا هم د شاوخوا ۷۶۰ زرو سوریایي کډوالو تللو هیله‌من کړي دي.
هغوی وویل، چې د دغه هېواد دروازه د ټولو، په ځانګړې توګه د افغان کډوالو پر مخ خلاصه ده. موږ هڅه کوو، چې په خپله خوښه ستنېدنه وټاکوو. په مېشتغالو کې د افغانانو په لیدلو خپه کېږو؛ ځکه کوم حقونه چې هغوی پر تاسې لري؛ پر موږ یې هم لري.
وروسته ښاغلي بنوري د یاد هېواد له مېلمه پالنې، اړیکو، همکاریو او په ځانګړې توګه د افغانستان او پاکستان ترمنځ یې د هغوی له منځګړيتوب مننه وکړه.
نوموړي هيله څرګنده کړه، چې په ترکیه کې د مېشتو افغان کډوالو او مېشتغالو د ستونزو په برخه کې کې ګډې همکارۍ او همغږۍ ترسره شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۱:۱۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د بلخ او کابل له والیانو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د بلخ او کابل له والیانو سره وکتل.
په پیل کې د بلخ والي ملا محمد یوسف وفا د شمالي ولایتونو د وضعیت په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۰:۴۰
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت پلاوي ترکيې ته د سفر په لړ کې د یاد هېواد د کډوالۍ ادارې له مرستیال سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ د یاد وزارت او بهرنیو چارو وزارت ګډ پلاوي ترکيې ته د سفر په لړ کې د تلې په ۳۰مه د دغه هېواد د. . .

جمعه ۱۴۰۵/۸/۱ - ۱۲:۵۵
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د خوست له والي سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د خوست له والي محترم مولوي عبدالرحمن حقاني سره وکتل.
په دغې لیدنه کې، چې په خوست کې د راستنو شویو . . .

بېرته خبرونه ته