د مهاجرینو چارو وزارت مرستیال د مهاجرت نړیوال سازمان له رییسې سره د مخه ښې لیدنه وکړه

sadam_morr
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۴ - ۱۴:۳۰
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد د مهاجرت د نړیوال سازمان له مشرې میرمن ماریا میوتا سره د خپل کار په دفتر کې د مخه ښې کتنه وکړه.

ښاغلي راشد په افغانستان کې د دې وزارت په استازیتوب له مېرمن مویتا څخه په افغانستان کې د کړنو مننه وکړه او وې ویل: په هېواد کې له بې ځایه شویو او راستنېدونکو سره ستاسې همکاري او مرستې د ستایلو وړ دي.

د وزارت مسلکي مرستیال زیاته کړه: تاسې په افغانستان کې پخپلو کړنو او کارونو سره د نړۍ هېوادونو ته د دې هېواد د واقعیتونو رښتینی انځور ور ښکاره کړ، د دې وزارت همکاري به د مهاجرت  نړیوال سازمان سره تلپاتې وي.

نوموړي هغې ته په راتلونکو ماموریتونو کې د بریالیتوب هیله وکړه.

د مهاجرت نړیوال سازمان رییسې میرمن ماریا مویتا په افغانستان کې خپله کاري دوره له خاطرو ډکه وبلله او د دغه وزارت د مشرتابه له همکاریو څخه یې مننه وکړه او ویې ویل: زه ستاسې او د دې وزارت له همېشنیو همکاریو څخه خوشحاله یم او هغه کارونه چې په وروستیو کې د راستنېدونکو لپاره د مهاجرینو چارو وزارت ترسره کړي دي، ډېر ښه او د ستاینې وړ دي.

نوموړې زياته کړه: د مهاجرت نړيوال سازمان به د مهاجرینو چارو وزارت سره خپلو همکاريو ته دوام ورکوي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

بېرته خبرونه ته