د مهاجرینو وزیر د پاکستان د افغان کډوالو لوی کمشنر سره لیدنه وکړه

sadam_morr
شنبه ۱۴۰۰/۱۱/۹ - ۲۲:۴۸
_____________
شنبه ۹ سلواغه ۱۴۰۰/۲۶ جمادی الثاني ۱۴۴۳
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني په خپل کاري دفتر کې د پاکستان هېواد د افغان کډوالو لوی کمشنر سلیم خان سره لیدنه وکړه او په پاکستان د مېشت افغان کډوالو په شته ستونزو او ننګونو یې خبرې وکړې.
په دغه ناسته کې، چې ددغه وزارت مرستیال محمد ارسلاح خروټي هم ګډون درلود، الحاج خلیل الرحمن حقاني د افغان کډوالو لوی کمشنر ته ښه راغلاست وکړ او د نوموړي څخه یې غوښتنه وکړه، چې په پاکستان کې د مېشت افغان کډوالو ستونزو او ننګونو ته دې رسیدګي وکړي او د دوی پر وړاندې د هر ډول ننګونو او ستونزو د حل په برخه کې دې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سره همکاري وکړي.
د کډوالو کمېسیون مشر سلیم خان ښاغلي وزیر ته ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه، چې د افغان کډوالو شته ستونزې به د مرکزي اداري سره شریکي او د حل په موخه به یې لازمې کړنې تر سره کړي.
د مهاجرینو وزارت مرستیال محمد ارسلاح خروټي د افغان کډوالو کمشنر سلیم خان څخه وغوښتل ویې ویل، هغه افغان مهاجرین چې په ګاونډي هېواد پاکستان کې اوسېږي د ژوند د لومړنیو اړتیاو په نظر کې نيولو سربېره ورته د روغتیايي خدماتو او دیني اوعصري زده کړو زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

بېرته خبرونه ته