په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول.
په دې اړه جوړه شوې برنامه کې د كندهار د مهاجرینو چارو رییس مولوي ولي جان وویل، چې د راستنو شویو د ستونزو د حل په موخه هغوی ته د خوراکي توکو د وېش تر څنګ د دایمي سرپناه چمتو کول هم په پلان کې دي. نوموړي له خیریه بنسټونو او سوداګرو وغوښتل، چې له اړمنو سره مرستو ته دوام ورکړي.
د مرستو دغه لړۍ په لوګر، پکتیا، پکتیکا، زابل او کندهار کې بشپړه شوې او ټاکلې ده، چې نورو ولایتونو ته هم وغځېږي.
دغه مرستې په هر ولایت کې زرو کورنیو ته وېشل کېږي، چې ۲۵ کیلو وریجې، ۱۰ کیلو لوبیا، ۱۰ کیلو نخود، ۵۰ کیلو اوړه، ۲۰ کیلو بوره او ۱۵ لېټره غوړي پکې شامل دي.
