د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر د کابل جهادي مدرسې له مدرسینو او مسوولینو سره وکتل

anwari_morr
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۵:۱۲
-

 د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن د شیخ محمد ابراهیم سعید په ملتیا د کابل جهادي مدرسې له محترمو مدرسینو او مسوولینو سره وکتل.
په دې ناسته کې، چې د کابل جهادي مدرسې پر مهتمم محترم شیخ محمد ابراهیم سعید سربېره شیخ فقیر محمد محمدي، شیخ عبدالغني حقاني، شیخ محمد اسماعیل رحماني او څو تنو نورو شیخ صاحبانو هم حضور درلود، د جهادي مدرسو د فعالیت او لاسته راوړنو په اړه خبرې شوې.
د کابل د جهادي مدرسې مسوولینو د اسلامي امارت د واکمنۍ له بیا پیل سره سم د نورو تعلیمي مرکزونو تر څنګ د جهادي مدرسو فعالیت خورا مهم یاد کړ او زیاته یې کړه، چې جهادي مدرسو افغان ځوانان ته ګڼې اسانتیاوې رامنځته کړې او اړ نه دي، چې د لوړو زده کړو لپاره بهر ته سفر وکړي.
د دوی په وینا چې د اسلامي امارت د ملاتړ په پایله کې ورځ تر بلې د جهادي مدرسو لاسته راوړنې او امکانات زیاتېږي او تمه ده، چې زده کړو ته لا ډېر ځوانان جذب شي.
د ناستې پر دوام هغوی د یو لړ موضوعاتو په اړه خپل وړاندیزونه شریک کړل.
محترم مولوي عبدالکبیر د کابل د جهادي مدرسې مسوولینو او حاضرو علماوو ته ښه راغلاست وویل او اسلامي نظام ته د خدمت په برخه کې یې د هغوی هڅې وستایلې.
نوموړي د جهادي مدرسو فعالیت اغېزمن یاد کړ او زیاته یې کړه، چې اسلامي امارت د عصري او دیني زده کړو پراختیا او ودې ته ژمن دی.
هغه د علماوو او زده کوونکو ملاتړ خپل مسوولیت یاد کړ او یادونه یې وکړه، چې اسلامي امارت به له تعلیمي برخو څخه خپل امکانات ونه سپموي.
 د ناستې په پای کې محترم مولوي عبدالکبیر شریک شوي وړاندیزونه مهم وبلل او ورته د رسېدنې یادونه یې وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۵:۴۱
Background image

رییس حمایت حقوقی وزارت امور مهاجرین از پروسه پذیرایی بیش از 100 تن مهاجر برگشت کننده از کشور ترکیه در میدان هوائی کابل بازدید بعمل آورد

محترم ملا نور حامد رئیس حمایت حقوقی وزارت امور مهاجرین و عودت کننده گان، در راستای نظارت از پذیرائی مهاجرین برگشت کننده افغان از کشور ترکیه، به تاریخ 17 سنبله، در میدان هوایی کابل حضور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۵:۳۶
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې نیږدې د ۶۰۰ زرو امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د افغان ښځو د بیا رغونې ټولنې او د افغان ښځو لپاره د ښځو موسسو سره د ۵۹۰ زره او ۵۰۸ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل.

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۵:۳۶
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د کاري پروسو اسانولو یو ورځنی ورکشاپ ترسره شو

په مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د روڼتیا زیاتوالي، مراجعینو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه د کاري پروسو اسانولو یو ورځنی ورکشاپ ترسره شو.

دغه ورکشاپ د یاد وزارت د مالي. . .

بېرته خبرونه ته