د مهاجرينو چارو وزارت پلاوي د جوزجان ولایت دمهاجرينو ښارګوټو څخه ليدنه وکړه

anwari_morr
پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۲۰:۵
_
د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت پلاوي جوزجان ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د درزآب اوقوش تپې ولسوالۍ او د نورآباد د مهاجرينو ښارګوټو څخه ليدنه وکړه.
ياد پلاوي وویل، د مهاجرينو چارو وزارت هوډ لري، چې د هغو مهاجرينو د اوسېدو لپاره، چې بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي داستوګنې او کارموندنې زمینه برابره کړي.
د دغو ښارګوټو څخه د ليدنو موخه په ښارګوټوکې د اوسېدونکو د وضعيت څېړنه او د دوی ستونزو ته لاسرسی و.
د ښارګوټو څخه د لېدنې پرمهال د دغه ښارګوټو اوسېدونکو په ښارګوټو کې د يوشمېر شته ستونزو يادونه وکړه او په دې برخه کې يې د مهاجرينو چارو وزارت څخه د پاملرنې غوښتنه وکړه.
د وزارت پلاوي د سيمې د اوسېدونکو ستونزې، نظريات او وړانديزونه واورېدل او په دې برخه کې يې د مهاجرينو چارو وزارت د هڅو يادونه وکړه ويې ويل، چې د جوزجان ولايت د مهاجرينو ښارګوټو ستونزې د وزارت د اړوندو ادارو سره په ګډه څېړي او دهمکارو مرستندويه بنسټونو سره يوځای يې د حل په موخه کړنې ترسره کوي.
د ویلو ده، چې په جوزجان ولایت کې د مهاجرینو لپاره دوه ښارګوټي ځانګړي شوي، چې یو یې نورآباد د مهاجرینو ښارګوټی دی، چې د مرکز څخه ٤٧ کيلومتره لرې په ١٦٠٥ جریبه ځکمه کې جوړ شوی، تفصيلي پلان لري، خط اندازي يې شوې او يو شمېر فعاليتونه لکه د اوبو د ژورو او نيمه څاګانو باسل، د سرک جعل اچول، د ښوونځي، روغتيايي مرکز، مسجد، د ماشومانو لپاره د لوبو میدان، د اوبو رسونې د شبکې او د غالۍ اوبدولو د پروسس مرکز جوړول دي، پکې تر سره شوي او اوسمهال له ٥٠٠ زیاتې کورنۍ پکې ژوند کوي. اوبل ښار ګوټی یې د درزاب او قوش تپې ولسوالۍ د مهاجرینو ښار ګوټی دی، چې د مرکز څخه ١٧ کیلومیتره لېرې په ٢٠٠٠ جريبه ځمکه کې جوړ شوی، تفصلي او تيپیک پلان نه لري، نمرې يې مخکې خط اندازي شوې وې چې اوس له منځه تلي او هېڅ ډول فعالیتونه پکې نه دي تر سره شوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

بېرته خبرونه ته