د داوطلبۍ اعلان
دنشر تاریخ
د ختمیدو تاریخ
موضوع: د ژمي په موسم کې د وزارت د شعبو د تودولو په موخه د اړتیا وړ ۱۰ زره او ۸۰۰ کیلوګرامه مایع ګاز (LPG) د برابرولو او تدارک د داوطلبۍ اعلان.
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت له ټولو وړ داوطلبانو په ډېر درنښت غواړي، چې د ۱۰ زره او ۸۰۰ کیلوګرامه مایع ګاز (LPG) د برابرولو او تدارک د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.
داوطلبان کولای شي د اړوندې شرطنامې کاپي د تدارکاتو له امریت څخه د فلش ډیسک له لارې او یا د ملي تدارکاتو ریاست له وېبسایټ څخه په وړیا توګه ترلاسه کړي. داوطلبان دې خپل افرونه د شرطنامې له شرایطو او د تړونونو له قانون سره سم، د مطلقې بیعې په توګه، په تړلي پاکټ کې د اعلان د خپرېدو له نېټې د ۱۴۰۵ کال د ۶مې میاشتې تر ۱۸مې د چهارشنبې ورځې د ماسپيښين تر دوو بجو پورې د تدارکاتو امریت ته، چې په واصل اباد کې د جنګلک فابریکې شاته موقعیت لري، وسپاري.
ناوخته رسېدلي او انټرنېټي افرونه د منلو وړ نه دي.
د افرونو پرانیستلو غونډه د ۱۴۰۵ کال د ۶مې میاشتې په ۱۸مه د چهارشنبې ورځې د ماسپيښين په دوو بجو د وزارت د غونډو په تالار کې ترسره کېږي.
