دکډوالو چارو وزير دقيقه پلان جوړونه ددې لامل شوي چې چارې په سم ډول ترسره شي

anwari_morr
چهارشنبه ۱۳۹۹/۶/۱۲ - ۱۵:۲۶
12

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي د وږي په ۱۲مه د پلان جوړونې په ورکشاپ کې په تېرو پنځو کلونوکې راستنېدونکو او بېځايه شوو په برخه کې د وزارت د ټولو چارو دسم مديريت خبر ورکړ، ويې ويل ستراتېژيک پلان او هر اړخيز عمل پلان درلودل ددې لامل شوی چې کارونه سم پرمخ لاړشي.

هغه د پلان جوړونکې پراهميت ټينګار وکړه ويې ويل، پلان جوړونه په کارونوکې فساد له منځه وړي او دکار د روڼتيا سبب ګرځي.

په تېرو پنځوکلونوکې د احتياطي پلان په پايله کې له نړيوالې ټولنې څخه تر دوه ميلياردو ډېرې مرستې د بېځايه شوو او راستنېدونکو د اداره کولو او ساتنې لپاره جذب شوي دي او د يو روښانه او هر اړخيز پلان سره سم وزارت توانېدلی چې دکلونوپه اوږدوکې دحرکت په حال کې اته ميليونه افغانان اداره کړي.

ددې سربېره عالمي بلخي د وزارت يوشمېر نورو لاسته راوړنو ته اشاره وکړه،چې دهغه په بارو د پام وړ پلان جوړونې له امله  ۴څلورسوه او ۷۰ زره افغان کډوالو په ايران کې ښوونځيوته لاره پيداکړې چې له دې ډلې يې په پاکستان کې  ۱۳۰ زه  مېشتو بې اسناده افغان کډوالو ته د کارتونو وېشل او د وزارت په کادري ظرفيتونوکې ډېروالی.

دغه ورکشاپ د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پلان او پالېسۍ رياست دکډوالو او راستنېدونکو چارو  وزارت د مرکزي او ولايتي کارکوونکو لپاره جوړ شوی و، چې لږ ترلږه د نهو ولايتو استازو پکې ګډون درلود.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

بېرته خبرونه ته