د جوزجان ولايت د مهاجرينو چارو رياست له لوري له درې زرو زياتو کورنيو ته د مرستو د وېش لړۍ پيل شوه
په جوزجان ولايت کې درې زره او ۲۰۸ کورنيو ته د سرپناه جوړولو او ترميم په موخه د لړم په ۸ مه د نغدي مرستو د وېش لړۍ پيل شوه.
د ايران او پاکستان څخه له ۱۳ زرو زيات افغان مهاجر وطن ته راستانه شول
د ايران او پاکستان څخه ۱۳ زره او ۷۶۳ تنه افغان مهاجر د لړم په ۷ مه په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شوي.
بادغيس کې ۳۵ کورنيو سره نغدي مرستې وشوې
د بادغيس ولايت د مهاجرينو چارو آمريت په دغه ولايت کې ۳۵ کورنيو ته د لړم په ۸ مه د مرستو د وېش خبر ورکړ.
