کډوالو چارو وزارت مسلکي معين د پنا غوښتونکو په چارو کې ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له رييس سره وکتل

anwari_morr
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۷:۵۲
_
کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معين محترم الحاج مولوي عبدالرحمن راشد په افغانستان کې د پنا غوښتونکو په چارو کې ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ رییس ښاغلي عرفات جمال سره وکتل.
محترم راشد له هرات ولايت څخه د خپل سفر او له ايران هېواد څخه د راستنېدونکو کډوالو د وضعيت په اړه خبرې وکړې او ويې ويل: له ايران هېواد څخه د کډوالو جبري اخراج ډېر زيات دی او هغوی له ډېرو ستونزو سره مخ دي.
ښاغلي راشد زیاته کړه: راستنېدونکي کډوال په بېلابېلو برخو کې مرستو ته اړتيا لري، څرنګه چې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري د دې وزارت سره ښه همکار کړې، موږ غواړو، چې د لا زياتو مرستو د جلب او جذب په برخه کې لا نورې هڅې هم وکړي.
هغه وويل: د ګاونډيو هېوادونو سره درې اړخيزه ناستې اړينې دي. موږ د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ څخه غواړو، چې د کډوالو حقونه په کوربه هېوادونو کې وساتي. له هغوی سره ناسم چلند ونه شي او کډوال بايد د يو مناسب جوړښت له مخې په خپله خوښه بېرته راستانه شي.
د پنا غوښتونکو په چارو کې ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ رييس عرفات جمال وويل: د راستنېدونکو کډوالو د وضعيت او موجوده امکاناتو له ارزونې وروسته، موږ د هرات او نيمروز ولايتونو په سرحدونو کې د خوراکي توکو، نغدي مرستو او د ترانسپورټ اسانتياو په برخه کې بشري مرستې برابرې کړې دي. همدارنګه هغوی ته مو په لنډ مهاله میشت غالو کې دوی ته خيمې، ترپال او د پخلنځي وسايل هم وېشلي دي او موږ هڅه کوو چې دا مرستې پراخې او لوړې کړو.
هغه د ګاونډي هېوادونو سره د درې اړخيزو ناستو ترسره کول په راتلونکي کې اړين وګڼل او زياته یې کړه: ټاکل شوې، چې ډېر ژر به د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر افغانستان ته سفر وکړي او په دې اړه به پرېکړه وشي.
په پای کې، مسلکي معين له هغوی وغوښتل، چې د کابل ښار په لنډ مهاله میشت غالي کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره خيمې، سيار تشنابونه او د اوبو ټانکرونه برابر کړي، چې د ښاغلي جمال له خوا د یادو مرستو ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۳۶
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر پکتیکا کې سلګونو راستنو شویو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش په برنامه کې ګډون وکړ


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزير محترم مولوي عبدالكبير نن پکتیكا ته د سفر په ترڅ کې سلګونو راستنو شویو بېوزلو کورنیو ته د خوراکي توکو د وېش په برنامه کې ګډون او وینا وکړه.
په دې. . .

بېرته خبرونه ته