د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت دوه هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

anwari_morr
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۲۲:۶
_
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د افغان پراختیایي او ایپک انټرنشنل موسسو سره د یو لک ۲۰ زره او ۳۸۰ امریکایي ډالرو په ارزښت دوه تړونونه لاسلیک کړل.
د یادو تړونونو له مخې به نوموړې موسسې دا پیسې د مشورتي خدمتونو او مشورې ورکولو، د مهاجرینو په ښارګوټو کې د څښاک د پاکو اوبو او په کابل، نیمروز، کندهار، لغمان او ننګرهار ولایتونو کې د ښوونکو د ګومارنې په برخه کې مصرف کړي. د دې پروژو له پلي کیدو څخه به ۸۰ راستنې شوې، بې ځایه شوې او اړمنې کورنۍ به یې له ګټې برخمنې شي.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۱:۸
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر له ساحوي مشر سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین محترم الحاج مولوي عبدالرحمن راشد د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ( OCHA ) له ساحوي مشر ښاغلی ګلیټ راجر سره وکتل.
په دې لیدنه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۲
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له رییس عرفات جمال سره وکتل

 

په دغې ناسته کې، چې په روان زیږدیز کال کې راستنېدونکو ته د اړینو مرستو د رسولو او په اداري چارو کې د اسانتیاوو په اړه خبرې وشوې، عرفات جمال د کډوالو چارو وزارت همکارۍ وستایلې او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۴:۳۲
Background image

په کابل کې له لسګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د هغو ژمنیو مرستو پر دوام، چې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر لخوا د اهل خیر کسانو په همکارۍ پیل شوې وې، د کابل په خاک جبار ولسوالۍ کې له پاکستان څخه ۸۴ راستنو. . .

بېرته خبرونه ته