د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر له ساحوي مشر سره وکتل

anwari_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۱:۸
_

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین محترم الحاج مولوي عبدالرحمن راشد د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ( OCHA ) له ساحوي مشر ښاغلی ګلیټ راجر سره وکتل.
په دې لیدنه کې د مهاجرینو د خدمت په موخه د دواړو لوریو په پلانونو او برنامو بحث او خبرې وشوې.
محترم راشد په سرحدونو او فرضي کرښو کې د مهاجرینو لپاره د خدمتونو په وړاندې کولو کې د اسلامي امارت پر دوامداره ملاتړ ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې د همکارو بنسټونو د فعالیتونو د زیاتوالي غوښتنه وکړه.
نوموړي د مهاجرینو لپاره د موسسو پر لومړنیو مرستو تاکید وکړ.
ښاغلی راجر له دې لیدنې پر مننې سربېره د مهاجرینو ستونزو هواري لپاره د ورته ناستو پر دوام ټینګار وکړ.
نوموړي  له مهاجرینو څخه د ملاتړ ډاډ څرګند کړ، د هېواد په مختلفو برخو کې یې له میلیونونو انسانانو سره د مرستو خبر ورکړ او د مهاجرینو پر لومړنیو بشري اړتیاوو، د مرستو پر چټکتیا او روڼتیا یې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت پلاوی د کډوالو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې په سفر لاړ

د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ یو پلاوی د کډوالو او بندیانو ستونزو ارزولو په موخه ترکیې ته په سفر لاړ.
دغه پلاوی به د ترکیې هېواد له چارواکو او د افغان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵
Background image

له همکارو بنسټونو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو چارو وزارت کې نن د جاپان خیریه مرستې او (OSAID) موسسو سره د ۲۹۸زره او ۷۶۳ امریکايي ډالرو پر ارزښت دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
د هوکړه‌لیکونو موخه په نیمرزو، هلمند او ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۹:۲۵
Background image

د میدان وردګو مهاجرینو چارو امریت ته نوی امر ور وپېژندل شو

ښاغلی مولوي عبدالغني د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري له لوري د میدان وردګو مهاجرینو چارو د نوي امر په توګه وپېژندل شو.
ښاغلي بنوري په چارو. . .

بېرته خبرونه ته