د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او یوناما په ګډه مشرۍ د اسلامي امارت د اړوندو ادارو او د یوناما سربــــېره په کابل کې د فعالو نړیوالو بنسټونو تر منځ د افغان کډوالو او کورنیو بیځایه شوو د ستونزو او هغوی ته د حللارو په هکله تخنیکي ناسته وشوه.

sadam_morr
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۲۰:۱۳
_
ددې ناستې مشري چې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو محترم وزیر او د یوناما مرستیال کوله، په پیل کې محترم مولوي عبدالکبیر د ناستې ګډونوالو او په کابل کې د نړیوالو ادارو او بنسټونو استازو ته ښه راغلاست وویل او هیله یې څرګنده کړه، چې دا ناسته به د افغان کډوالو او کورنیو بیځایه شوو د ستونزو حل په برخه کې مرسته وکړي.
نوموړي زیاته کړه، چې د تېرو څو لسیزو جګړو له امله په میلیونونو افغانان بېځایه شوي او یا کډوالۍ ته اړ شوي دي.
هغه په جبري ډول له پاکستان څخه د افغان کډوالو پر ایستلو نیوکه وکړه او له مهاجرینو سره یې زور زیاتی له زغم لرې یاد کړ او دا چاره یې د دواړو ملتونو تر منځ د کرکې پیدا کولو سبب وباله.
محترم وزیر د اسلامي امارت له ادارو سره په همغږۍ د نړیوالو ادارو لخوا مرستې د کډوالو او بیځایه شوو د ستونزو حل په برخه کې اغیزمنې یادې کړې او زیاته یې کړه، چې مرستندویه بنسټونه دې خپلې مرستې په افغانستان کې مهاجرینو او کورنیو بیځایه شویو ته متمرکزې کړي.
ښاغلي وزیر بې کاري او فقر اسلامي امارت ته په میراث ورپاتې وباله او په وینا یې دغو ستونزو پر ټولنه منفي اغیز کړی دی.
ښاغلي وزیر په ټولنه کې د مهاجرینو پر ادغام، هغوی ته د اسانتیاوو پر چمتو کولو او د ستونزو حل لپاره د نړیوالو مرسته اړینه وبلله او مهاجرینو ته یې د د ایمي سرپنا رغولو په برخه کې د نړیوالو د مرستو غوښتنه وکړه.
همدارنګه په کابل کې د یوناما مرستیال اندریکا راټواټه په خپلو خبرو کې تېر او روان کال د یوناما او د ملګرو ملتونو د نورو بنسټونو لخوا له کډوالو سره د مرستې جزییات له ګډونوالو سره شریک کړل.
ښاغلي راټواټه زیاته کړه، چې د ۲۰۲۳ کاله له وروستیو څخه تر اوسه نږدې اته سوه زره کډوال له پاکستان څخه راستانه شوي او له هغوی سره یې د شویو مرستو د څرنګوالي په هکله بشپړ معلومات وړاندې کړل.
د یوناما د مرستیال په وینا چې د ملګرو ملتونو او نورو اړوندو ادارو لخوا تېر زېږدیز کال ۱۸۳ میلیونه ډالر په بشري مرستو کې لګول شوي دي او نوموړي له افغانانو سره د مرستو د دوام ډاډ ورکړ.
د ناستې پر دوام د ملګرو ملتونو د اړوندو ادارو سربـــــېره ځینو نورو نړیوالو بشري بنسټونو خپل پلانونه او ترسره کړې چارې په ناسته کې شریکې کړې او همدارنګه د خپلو راتلونکو هڅو او مرستو په هکله یې د ګډونوالو وړاندیزونه واوریدل.
د ناستې په پای کې د عامې روغتیا، اقتصاد، کرنې، پوهنې، ښار او کور جوړولو، د کلیو د پراختیا او بیا رغونې، کار او ټولنیزو چارو وزارتونو، افغانې سرې میاشتې، له طبیعې پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې او د احصایي او معلوماتو ملي ادارې استازو د افغان مهاجرینو لپاره شوې خدمات په ناسته کې شریک او له نړیوالو بنسټونو سره یې پر همغږۍ د تینګار تر څنګ د خپلو پلانونو په هکله معلومات وړاندې کړل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۲۰:۳۱
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ له رییس ښاغلي عرفات جمال سره وکتل

په دې لیدنه کې، چې د افغان راستنېدونکو او کډوالو په اړه خبرې وشوې، ښاغلي عرفات جمال وویل، چې د افغان کډوالو د ستونزو د حل نړۍوال ګروپ مشرتابه د افغان راستنو شویو د ستونزو د حل په موخه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۶:۳۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې تر دوو میلیونو د زیاتو افغانیو پر ارزښت د همکارۍ پينځه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دوه میلیونه ۱۸ زره  او ۱۴۴ امریکايي ډالرو پر ارزښت له اپیک انټرنیشنل، انجمن مهاجرین ‌‌دنمارک در افغانستان، تعلیمي و خیریه افغان بازسازي افغانستان. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۰:۱۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین له ترمینال پایتخت کمپ څخه لیدنه وکړه

تېره ورځ د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین مولوي عبدالرحمن راشد او د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټې رییس له مل پلاوي سره د کابل ښار په ۱۷مه ناحیه کې له ترمینال پایتخت کمپ څخه. . .

بېرته خبرونه ته