د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ له رییس ښاغلي عرفات جمال سره وکتل
په دې لیدنه کې، چې د افغان راستنېدونکو او کډوالو په اړه خبرې وشوې، ښاغلي عرفات جمال وویل، چې د افغان کډوالو د ستونزو د حل نړۍوال ګروپ مشرتابه د افغان راستنو شویو د ستونزو د حل په موخه د لا ډېرو مالي امکاناتو د جلب هڅې پیل کړې دي او په نږدې راتلونکي کې به افغانستان ته سفر وکړي.
د نوموړي پر وینا، چې د ملګرو ملتونو پر مسوولو ادارو سربېره نړۍوال بنسټونه د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې هڅې کوي او تمه ده، چې د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر بهرام صالح هم په نږدې وخت کې د افغان راستنو شویو د وضعیت د ارزونې په موخه کابل ته سفر وکړي.
ښاغلي عرفات جمال راستنو شویو ته د مرستو رسولو او کاري بوختیاوو ته په اشارې سره زیاته کړه، چې په هرات او مزار شریف ښارونو کې یې د غالیو د اوبدلو دوه لویې کارخونې جوړې کړې، چې سلګونو افغان راستنو شویو ته به پکې کاري فرصتونه برابر شي.
هغه د ناستې پر دوام، د یو لړ مهم موضوع ګانو په اړه خپل نظرونه او وړانديزونه شریک کړل.
محترم مولوي عبدالکبیر د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ استازي ته ښه راغلاست وویل او د افغان راستنېدونکو او کډوالو د لاس نیوی او ور ته د مرستو رسولو په برخه کې یې د ملګرو ملتونو د مرستو ستاینه وکړه.
محترم وزیر زیاته کړه، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ لخوا مرسته شوې سلګونه خېمې لرې پرتو سیمو ته لېږل شوې او همدارنګه د کډوالو چارو وزارت لنډمهاله مېشتغالو ته اړین توکي او امکانات لېږلي دي.
محترم مولوي عبدالکبیر د فرضي کرښې هغې غاړې ته د افغان راستنېدونکو وضعیت د اندېښنې وړ وبلل او زیاته یې کړه، چې لا هم افغان کډوال د زاخېلو او حمزه په کمپونو کې د ثبت له ستونزو سره مخ دي او خدماتو ته لاس رسی نه لري.
دغه راز نوموړي په هېواد کې د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په برخه کې د ملګرونو ملتونه له هڅو ملاتړ وکړ او زیاته یې کړه، چې د کډوالو په برخه کې د نړۍوالو ادارو د مسوولینو د راتګ هرکلی کوي.
