د څه باندې۳ میلیونو ډالرو په ارزښت درې هوکړه لیکونه لاسلیک شول

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۹ - ۱۵:۱۱
_

په کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت کې د انګلستان وارچایلډ، د بشري مرستو ټولنې او د ناروې کلیسا مرستې موسسو سره د ۳ میلیون او ۹۴۶ زره او ۱۰۲ امریکایي ډالرو په ارزښت د همکارۍ درې هوکړه لیکونه لاسلیک شول.

د دې هوکړه لیکونو پر بنسټ دغه موسسې به پورتنۍ پیسې په هرات، بادغیس، فراه، خوست او کونړ ولایتونو کې د نغدي مرستو، ښوونیزوکڅوړو، خدمتونو او ناستو ترسره کولو، خوراکي توکو، ژمنیو کڅوړو او سرپناه جوړولو په برخو کې ولګوي، چې له دې څخه به ۵۲۶ کورنۍ او ۳۶ زره او ۲۴۴ کسان ګټه واخلي.

دا هوکړه لیکونه د کډوالو چارو وزارت مسلکي مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن راشد او د پورته موسسو د استازو له لوري لاسلیک شول

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۳۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیایي برنامو له استازو سره ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري په مشرۍ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ(UNHCR) او د ملګرو ملتونو پراختیایي برنامو(UNDP). . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۲
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغان ښځو ښوونیز مرکز موسسې سره د ۵۳۷ زره او ۸۵۵ امریکایي ډالرو پر ارزښت یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار کې د زیانمنو شویو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه

په مهاجرینو چارو وزارت کې د ا.ا.ا د چارو ادارې عمومي ریاست د استازو، د یاد وزارت د رییسانو او ځینو امرینو په شتون کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه.
په پیل کې د یاد وزارت مالي. . .

بېرته خبرونه ته