دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال د دې وزارت دکارکوونکو ستونزې واورېدې
دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال انجينير احمدولي حکمي د تېرې سې شنبې په ورځ د چنګاښ په ۲۵مه ددې وزارت دکارکوونکو ستونزې واورېدې او د ستونزو پر حل يې ټينګار وکړ.
اداري مسلې، د ادارو لخوا د اړتياوړ تجهيزاتو اخيستل، حاضري تنظيم کول، اسانتياو رامنځ ته کول او د رخصتيو پروخت د کارکوونکو د رارسېدو او لېږد ددې ناستې د يادولو وړ موضوع وې.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال انجينير احمدولي حکمي د يادوستونزو دحل ترڅنګ اړوندو څانګوته لارښوونه وکړه،چې د موجوده قانون او طرزالعملونو سره سم د رياست ستونزې حل کړي.
