دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال د دې وزارت  دکارکوونکو ستونزې واورېدې

sadam_morr
Wed, Jul 17 2019 10:55 AM
انجنیر احمد ولی حکمی

Bottom of Form

دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال  انجينير احمدولي حکمي د تېرې سې شنبې په ورځ د چنګاښ په ۲۵مه ددې وزارت دکارکوونکو ستونزې واورېدې او د ستونزو پر حل يې ټينګار وکړ.

اداري مسلې، د ادارو لخوا د اړتياوړ تجهيزاتو اخيستل، حاضري تنظيم کول، اسانتياو رامنځ ته کول او د رخصتيو پروخت  د کارکوونکو د رارسېدو او لېږد ددې ناستې د يادولو وړ موضوع وې.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال انجينير احمدولي حکمي د يادوستونزو دحل ترڅنګ اړوندو څانګوته لارښوونه وکړه،چې د موجوده قانون او طرزالعملونو سره سم د رياست ستونزې حل کړي.

Latest news

BACK TO NEWS