نورستان کې د ځمکو وېش کمېټې ناسته وشوه
نورستان ولایت کې د عالیقدر امیرالمونین له فرمان سره سم د راستنېدونکو لپاره د ځمکو وېش کمېټې د لېندۍ پر اولسمه د دغه ولایت د والي په مشرۍ او د کمېټې د غړو په شتون کې ناسته وکړه.
د نورستان د مهاجرينو چارو رییس مولوي شهاب الدين ثاقب په دې ناسته کې يادونه وکړه، چې په نورستان ولايت کې دولتي ځمکه نشته، نو له همدې امله د مهاجرينو د ښارګوټو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي او په دې برخه کې يې د دغه ولایت د والي د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د نورستان والي قاري زین العابدین د مهاجرینو لپاره د ښارګوټو جوړول یوه اړینه موضوع وګڼله او د کمېټې غړو ته یې په راتلونکي کې د مهاجرینو چارو وزارت سره په همغږۍ د ښارګوټو په جوړولو کې د خپلې همکارۍ ډاډ ورکړ.