د دیني ازموینې د پایلو د اعلان او د جایزو وېش پروګرام جوړ شو

sadam_morr
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۱ - ۸:۵۲
-
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري په اخیستل شوې دیني ازموینه کې د لوړو نومرو ګټونکو د پایلو اعلان او د جایزو د وېش پروګرام جوړ شو.
د وزارت د دعوت او ارشاد رییس مولوي محمد جان خدرخېل په دې اړه په خپلو خبرو کې دا پروګرام يوه ستره لاسته راوړنه وبلله او د دا ډول پروګرامونو د جوړولو ارزښت ته په اشارې یې وويل: د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت له لوري په ټاکل شوي او بیا زموږ د وزارت د ارشاد او دعوت د ریاست له لوري په تدریس شوي نصاب کې ازموینه واخيستل شوه. په دې ازموینه کې ځينې په دې وتوانېدل چې لوړې نومرې واخلي او دا دی نن یې موږ د نومرو د اعلان او ورته د جایزو د وېش د پروګرام ګډونوال یو.
ښاغلي خدرخېل د وزارت له کارکوونکو وغوښتل چې په خپلو دندو کې اسلامي ارزښتونو ته ځانکړې پاملرنه وکړي.
د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني په خپلو خبرو کې د اسلامي نظام پر ارزښت او مقام خبرې وکړې او زیاته یې کړه: خوښ یم چې د دیني او اسلامي علومو د ودې په موخه دا پروګرام جوړ شوی دی.
د مهاجرینو چارو وزیر وویل: که موږ ښه عمل وکړو، زموږ ټول کارونه به سم پرمخ لاړ شي او که نه، زموږ هېڅ عمل به سم نه وي.
نوموړي د وزارت کارکوونکي وهڅول، چې د ژوند په ټولو برخو کې ديني علومو ته پاملرنه وکړي او د دا ډول علمي سياليو او پروګرامونو جوړول یې د افکارو د روښانه کولو او اسلامي نظام لپاره مهم وبلل او په راتلونکي کې يې هم د دغه ډول پروګرامونو د جوړولو غوښتنه څرګنده کړه.
پروګرام د ازموینې د لوړو نومرو ګټونکو ته د وزارت د مشرتابه او د مرکزي رييسانو له لوري د جايزو په ورکولو او په دعایې سره پاى ته ورسيد.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۴:۴۹
Background image

کډوالو وزارت کې د همکارۍ دوه هوکړه لیکونه لاسلیک شول

په کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له بشري صلح سازان افغانستان او د افغانستان پیاوړتیا او قلیم د نوښت موسسې سره د همکارۍ دوه هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
د هوکړه لیک له مخې به د بشري. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۳:۴۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د نورستان ولایت له مرستیال مولوي فیصل مختار او د کوچیانو چارو د سمون له عمومي رئیس مولوي بصر صاحبزاده سره وکتل

په دې ناسته کې چې راستنېدونکو هېوادوالو ته د اسانتیاوو چمتو کولو په موخه خبرې او وړاندېزونه وشول، په پیل کې مولوي فیصل مختار نورستال ولایت ته د ورستنو شوو د وضیعت په اړه معلومات وړاندې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۴:۱۱
Background image

په کډوالو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغانستان کلیو بیارغونې له موسسې سره د ۱۰۸ زره او ۸۶۴ امریکایی ډالرو په ارزښت د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
د دې هوکړې له مخې، یاده موسسه به. . .

بېرته خبرونه ته