په کډوالو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغانستان کلیو بیارغونې له موسسې سره د ۱۰۸ زره او ۸۶۴ امریکایی ډالرو په ارزښت د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
د دې هوکړې له مخې، یاده موسسه به دغه پیسې په هرات کې ۳۵ زرو راستنو شویو کډوالو ته د پخو خوړو برابرولو په برخه کې مصرفوي.
