د اروپایي ټولنې سفیرې د مهاجرینو چارو وزیر سره ولیدل

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۸ - ۱۵:۲۵
-
په افغانستان کې د اروپایي ټولنې سفیرې آغلې ویرونیکا د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو له وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني سره دده د کار په دفتر کې ولیدل.
په ناسته کې په پاکستان او ایران کې د مهاجرینو په ستونزو، د جرمني او نورو اروپایي هېوادونو لخوا د مهاجرینو د جبري ویستلو، یا نورو هېوادونو ته د لیږدولو، د داخلي بېځایه شوو د پایدار ادغام او هغوی ته د مرستو جلبولو په اړه خبرې وشوې.
د مهاجرینو چارو وزیر د مهاجرینو په برخه کې د اروپایي ټولنې د مرستو مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې د مهاجرینو په نوم کیدونکې مرستې دې مستقیما مهاجرینو ته ورکړل شي او باید په اساسي کارونو، سرپناه، کاري فرصتونو او اقتصادي ملاتړ کې مصرف شي.
آغلې ویرونیکا د مهاجرینو ستونزو ته رسیدګي د ټولو ګډ مسولیت وباله او ویې ویل: مونږ د مهاجرینو او نورو اړمنو د لاسنیوي لپاره د ملګرو ملتونو له مرستندويه ادارو سره ١٢٥ میلیونه یورو مرسته کړې ده او د کال ترپایه به ٣٦ میلیونه نوره مرسته هم ورسره وکړو.
دواړو لوریو د یوه ګډ میکانیزم رامنځته کولو لپاره د ګډې تخنیکي کمېټې په جوړولو توافق وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۳۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیایي برنامو له استازو سره ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري په مشرۍ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ(UNHCR) او د ملګرو ملتونو پراختیایي برنامو(UNDP). . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۲
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغان ښځو ښوونیز مرکز موسسې سره د ۵۳۷ زره او ۸۵۵ امریکایي ډالرو پر ارزښت یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار کې د زیانمنو شویو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه

په مهاجرینو چارو وزارت کې د ا.ا.ا د چارو ادارې عمومي ریاست د استازو، د یاد وزارت د رییسانو او ځینو امرینو په شتون کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه.
په پیل کې د یاد وزارت مالي. . .

بېرته خبرونه ته