د ننګرهار د مهاجرینو رییس د مهاجرینو وزارت له مسلکي مرستیال سره وکتل.

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳۱ - ۱۵:۲۷
-

 د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد نن د زمري پر یودیرشمه د ننګرهار ولایت د مهاجرینو چارو رییس حاجي باز محمد عبدالرحمن سره وکتل.
 په دې کتنه کې د دواړو لوریو ترمنځ په ننګرهار ولايت کې د مهاجرینو لپاره په لنډمهالو کمپونو کې د راستنو شویو د ستونزو په اړه خبرې وشوې.
 ښاغلي راشد په دې ولایت کې له راستنېدونکو سره د مرستو او اسانتیاوو په برابرولو کې پر روڼتیا او د دغه ریاست او ملي او نړیوالو مرستندویو ادارو ترمنځ پر لا زیاتې همغږۍ ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۲۰:۱۳
Background image

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او یوناما په ګډه مشرۍ د اسلامي امارت د اړوندو ادارو او د یوناما سربــــېره په کابل کې د فعالو نړیوالو بنسټونو تر منځ د افغان کډوالو او کورنیو بیځایه شوو د ستونزو او هغوی ته د حللارو په هکله تخنیکي ناسته وشوه.

ددې ناستې مشري چې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو محترم وزیر او د یوناما مرستیال کوله، په پیل کې محترم مولوي عبدالکبیر د ناستې ګډونوالو او په کابل کې د نړیوالو ادارو او بنسټونو. . .
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۸:۱۴
Background image

د کډوالو چارو وزارت اونيزه اداري غونډه ترسره شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت اونيزه اداري غونډه د وزارت د مالي او اداري معين محترم شيخ کليم الرحمن فاني په مشرۍ او د مرکزي ریيسانو او خپلواکو امرينو په ګډون ترسره شوه.
د غونډې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۸:۱۴
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د نیمروز ولایت د مهاجرینو ریاست له ریيس حاجي عبدالله ریاض او د کابل ولایت د مهاجرینو رییس مولوی عبدالرحمن حبیب زی سره وکتل.

په دې ناسته کې حاجي عبدالله ریاض د نیمروز ولایت د مهاجرینو ریاست د فعالیتونو، له ایران څخه راستنېدونکو افغان کډوالو ته د سهولتونو او خدماتو د برابرولو او موجودو ستونزو په اړه تفصيلي. . .

بېرته خبرونه ته