د ننګرهار د مهاجرینو رییس د مهاجرینو وزارت له مسلکي مرستیال سره وکتل.

sadam_morr
Wed, Aug 21 2024 3:27 PM
-

 د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد نن د زمري پر یودیرشمه د ننګرهار ولایت د مهاجرینو چارو رییس حاجي باز محمد عبدالرحمن سره وکتل.
 په دې کتنه کې د دواړو لوریو ترمنځ په ننګرهار ولايت کې د مهاجرینو لپاره په لنډمهالو کمپونو کې د راستنو شویو د ستونزو په اړه خبرې وشوې.
 ښاغلي راشد په دې ولایت کې له راستنېدونکو سره د مرستو او اسانتیاوو په برابرولو کې پر روڼتیا او د دغه ریاست او ملي او نړیوالو مرستندویو ادارو ترمنځ پر لا زیاتې همغږۍ ټینګار وکړ.

Latest news

BACK TO NEWS