د مهاجرینو او راسنېدونکو چارو وزیر د وزارت له یو شمېر ادارو لیدنه وکړه

sadam_morr
یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۲۸ - ۲۳:۵۷
-
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني د دې وزارت د حقوقي ملاتړ، پلان او پالیسۍ او د اتشه وو د چارو له ریاستونو لیدنه وکړه.
ښاغلي حقاني د دوی ورځنۍ چارې وارزولې، ستونزې یې واورېدې او د مهاجرینو لپاره یې د لا ښه خدمت په موخه ورته لازمې سپارښتنې وکړې.
د مهاجرینو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر له کارکوونکو وغوښتل، چې د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې لپاره لا زیاتې هلې ځلې وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۴:۴۹
Background image

کډوالو وزارت کې د همکارۍ دوه هوکړه لیکونه لاسلیک شول

په کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له بشري صلح سازان افغانستان او د افغانستان پیاوړتیا او قلیم د نوښت موسسې سره د همکارۍ دوه هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
د هوکړه لیک له مخې به د بشري. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۳:۴۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د نورستان ولایت له مرستیال مولوي فیصل مختار او د کوچیانو چارو د سمون له عمومي رئیس مولوي بصر صاحبزاده سره وکتل

په دې ناسته کې چې راستنېدونکو هېوادوالو ته د اسانتیاوو چمتو کولو په موخه خبرې او وړاندېزونه وشول، په پیل کې مولوي فیصل مختار نورستال ولایت ته د ورستنو شوو د وضیعت په اړه معلومات وړاندې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۴:۱۱
Background image

په کډوالو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغانستان کلیو بیارغونې له موسسې سره د ۱۰۸ زره او ۸۶۴ امریکایی ډالرو په ارزښت د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
د دې هوکړې له مخې، یاده موسسه به. . .

بېرته خبرونه ته