د مهاجرینو چارو وزارت مرستیال د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې د مرکزي زون د دفتر له رییسې سره وکتل.

sadam_morr
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۰ - ۹:۳۹
-

د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکې ادارې د مرکزي زون دفتر له مشرې میرمن ګلوریا لازیک سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

 په دې ناسته کې خپلو اصلي ځايونو ته د بې ځايه شويو کسانو د لېږد پر موضوع خبرې وشوې.

 

مسلکي مرستیال زياته کړه، چې د طبيعي پېښو او وچکالۍ له امله يو شمېر کورنۍ بېځايه شوې، چې اوس مهال شرايط ورته برابر دي، چې بېرته خپلو اصلي ځايونو ته ستانه شي او په کابل ښار کې زرګونه کورنۍ په خپله خوښه دې ته اماده دي، چې د مرستندويه بنسټونو او مؤسسو په همکارۍ بېرته خپلو اصلي ځایونو ته ستنې شي او حکومت کولی شي خپل پرمختیایي پلانونه پلي کړي.

 ښاغلي راشد وویل: په ټول هیواد کې لسګونه زره کورنۍ خپلو اصلي ځایونو ته انتقال ته چمتو دي.

 مېرمن ګلوریا لازیک په دې کتنه کې د مسلکي مرستیال څخه پر مننې سربېره زیاته کړه، موږ کولای شو د یو بل سره په تفاهم کې بې ځایه شوې کورنۍ خپلو اصلي ځایونو ته انتقال کړو او په دې برخه کې د نورو همکارو بنسټونو په ګډو هڅو سره کولای شو د هغوی له پاره دایمي حل لاره ولټوو.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۳۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیایي برنامو له استازو سره ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري په مشرۍ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ(UNHCR) او د ملګرو ملتونو پراختیایي برنامو(UNDP). . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۲
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغان ښځو ښوونیز مرکز موسسې سره د ۵۳۷ زره او ۸۵۵ امریکایي ډالرو پر ارزښت یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار کې د زیانمنو شویو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه

په مهاجرینو چارو وزارت کې د ا.ا.ا د چارو ادارې عمومي ریاست د استازو، د یاد وزارت د رییسانو او ځینو امرینو په شتون کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه.
په پیل کې د یاد وزارت مالي. . .

بېرته خبرونه ته