ايټالیا له راستنېدونکو مهاجرینو سره د صحت په برخه کې همکاري کوي

anwari_morr
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۳ - ۱۴:۴۶
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني تېره ورځ د ایټالیا له شارژدافیرې ناټالیا کوېنټاوېل او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل
په پيل کې ښاغلي حقاني آغلې کوېنټاوېل او مل پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ په پاکستان، ایران، ترکیې او یو شمېر نورو هېوادنو کې د مهاجرینو د وضعیت، ستونزو او تر اوسه پورې په اجباري توګه هېواد ته د راستنو شویو مهاجرینو په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه چې د اسلامي امارت په راتګ سره په هېواد کې پوره امن او شفافیت راغلی او د آبادۍ په برخه کې ډېرې پروژې پیل شوې دي.
ښاغلي حقاني وویل: کوربه هېوادونه باید نړۍوال قوانین مراعات کړي، په خپلو هېوادونو کې افغانان شکنجه او و نه ځوروي، شتمني یې ترې ضبط نه کړي او په اجباري ډول یې دې نه اخراجوي، دوی ته دې کافي وخت ورکړي تر څو په آبرومندانه توګه خپل هېواد ته راستانه شي. 
د افغانستان له پاره د ایټالیا شارژدافیرې  وویل: ایټالیا له افغانستان سره له ډېر پخوا راهیسې ښې او نه شلېدونکې اړیکې لري، موږ هڅه کوو چې افغانستان له موجوده وضعیت څخه وژغورو او ور سره په بېلا بېلو برخو کې مرسته وکړو چې لومړيتوب مو د صحت په برخه کې دی، مونږ فعلاً د هغو افغانانو سره د صحت په برخه کې مرسته کوو چې له نورو هېوادونو څخه په خپله خوښه او یا جبري توګه راستانه شوي وي 
آغلې کوېنټاوېل زیاته کړه مونږ غواړو چې په پاکستان، ایران، ترکیه او نورو هېوادونو کې د افغان مهاجرینو په کره شمېر وپوهېږو تر څو په راتلونکي کې له دوی سره په نورو برخو کې هم مرستې وکړو 
همدا راز نوموړې ښاغلي حقاني ته د راستنېدونکو له پاره د هېواد په ټولو په ځانګړي توګه سرحدي ولایتونو کې د روغتونونو په جوړولو او په طبي وسایلو یې د مجهزولو ډاډ ورکړ.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۳ - ۱۵:۲۸
Background image

معین مسلکی وکفیل وزارت امور مهاجرین از شهرک مهاجرین قلعه وزیر ولایت لوگر دیدن نمود

الحاج مولوی عبدالرحمن راشد معین مسلکی وکفیل وزارت امور مهاجرین و عودت کننده گان با هیأت همراهش از شهرک مهاجرین قلعه وزیر ولایت لوگر ديدن نمودند.
آقای راشد در این بازدید ضروریات. . .
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۳ - ۸:۱۰
Background image

لوګر: مسلکي مرستیال او کفیل د قلعه وزیر د مهاجرینو له ښارګوټي څخه لیدنه وکړه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال او کفیل مولوي عبدالرحمن راشد او ورسره مل پلاوي د لوګر ولایت د قلعه وزیر د مهاجرینو له ښارګوټي څخه لیدنه وکړه
ښاغلي راشد په دغه لیدنه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۳ - ۸:۶
Background image

د مهاجرینو چارو مسلکي مرستیال او کفیل د لوګر والي سره ولیدل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال او کفیل مولوي عبدالرحمان راشد او ورسره مل پلاوي لوګر ولایت ته د سفر پرمهال ددغه ولایت له والي مولوي ضیاء الرحمن مدني سره د ولایت. . .

بېرته خبرونه ته