د راستنېدونکو رئيس د مهاجرت نړۍ وال سازمان د بشري وضعيت له کارپوه سره وکتل

anwari_morr
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۵ - ۱۳:۲۲
-

د راستنېدونکو او بيا مېشت کېدنې رئيس مولوي شکرالله شاکر د بېړنيو او بحراني حالاتو له کارپوهې آغلې فاتو جاه او د مهاجرت د نړۍ وال سازمان د دايمي حلونو د همغږې کوونکې، مېرمن لورين مک کارتي سره په خپل کاري دفتر کې لېدنه وکړه.

په دې لېدنه کې په راتلونکې کې ددې سازمان له لوري راستنېدونکو او بې ځايه شوو کورنيو ته  د چوپړتياوو او فعاليتونود وړاندې کولو  په اړه د دواړو خواوو له لوري بحث تر سره شو.

د وزارت د راستنېدونکو رئيس په سرحدونو کې ددې سازمان له فعاليتونو ستاينه وکړه او د ښار ګوټو دجوړولو،راستنېدونکو ته د رسېدنې اود اجباري راستنېدونکو ستونزو ته د رسېدنې د عالي کمېسيون د دندو او راتلونکو پلانونو په اړه يې معلومات ورکړل.

هغه وويل، چې له همکارو بنسټونو د وزارت د لا زياتو هڅو او همغږۍ له امله راستنېدونکي له غوره خدمتونو څخه برخمن شوي

د ښاغلي شاکر په خبره،  زموږ موخه په کاري چاپېريال کې د انساني همغږۍ رامنځته کول دي، تر څو ستونزو ته غوره رسېدنه وشې او په دې برخه کې هغه کسانو ته لومړيتوب ورکول کېږي چې تازه راستانه شوي وي.

اغلې فاتو جاه وويل: دغه اداره په بېلابېلو برخو کې په کار بوخته ده، زموږ د ننۍ غونډې د جوړېدو موخه دا وه چې  په بېلابېلو برخو کې اړين معلومات تر لاسه کړو تر څو د همدې پلان له مخې يې ترتيب کړي هغې همداشان له مهاجرينوله  وزارت څخه غوښتنه وکړه چې  راتلونکي پلانونه ورسره شريک کړي.

دواړو خواوو په راتلونکې کې په لانورې همغږۍ ټېنګار وکړ.

په دې ناسته کې د حقوقي ملاتړ، او پلان جوړونې ادارو استازو هم ګډون درلود.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۳۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیایي برنامو له استازو سره ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري په مشرۍ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ(UNHCR) او د ملګرو ملتونو پراختیایي برنامو(UNDP). . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۲
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو


د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغان ښځو ښوونیز مرکز موسسې سره د ۵۳۷ زره او ۸۵۵ امریکایي ډالرو پر ارزښت یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار کې د زیانمنو شویو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه

په مهاجرینو چارو وزارت کې د ا.ا.ا د چارو ادارې عمومي ریاست د استازو، د یاد وزارت د رییسانو او ځینو امرینو په شتون کې د اداري پروسو اسانولو برنامه تر سره شوه.
په پیل کې د یاد وزارت مالي. . .

بېرته خبرونه ته