د زابل ولایت د مهاجرینو چارو آمريت د چارو ارزونه ترسره شوه

anwari_morr
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۲ - ۱۱:۵۵

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني زابل ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې ددغه ولایت د مهاجرینو چارو آمريت څخه ليدنه وکړه
د یاد آمریت آمر ملا عبدالقهار له پاکستان څخه د جبري راستنېدونکو د شمېر او هغوى ته د اساسي خدمتونو د وړاندې کولو په اړه د کډوالو چارو وزير ته معلومات ورکړل.
د مهاجرینو چارو وزیر د یاد امریت د چارو د ارزونې ترڅنګ، د کار کوونکو ستونزې واورېدې او د حل ډاډ یې ورکړ، نوموړي په کارونو کې په چټکتیا او شفافیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، د راستنېدونکو مهاجرینو لپاره باید شپه او ورځ منظم، چمتو او له هرې ممکنه لارې ددوی خدمت وکړئ

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۴۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د کډوالۍ نړۍوالې ادارې د اړیکو له مسوول سره ناسته وکړه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین محترم الحاج مولوي عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې د کډوالۍ نړۍوالې ادارې(IOM) د اړیکو له مسوول ښاغلي عبدالوارث القاسم سره ناسته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۲۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مالي او اداري معین: وخت امانت دی او باید پر ارزښت یې پوه شوو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري معین ښاغلي شیخ کلیم الرحمن فاني نن د وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د وخت ارزښت په اړه چمتو شوي سمینار کې وویل: وخت امانت دی،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۰:۳۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او همکارو بنسټونو د استازو تر منځ د همغږۍ ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د کډوالو په چارو کې د موسسو د انسجام رییس ښاغلي ملا محبوب الله مطهري او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د نړۍوالې ادارې د پراختیایي. . .

بېرته خبرونه ته