د مهاجرینو چارو وزارت او همکارو بنسټونو د استازو تر منځ د همغږۍ ناسته وشوه

anwari_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۰:۳۳
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د کډوالو په چارو کې د موسسو د انسجام رییس ښاغلي ملا محبوب الله مطهري او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د نړۍوالې ادارې د پراختیایي پروګرام، له ماشومانو ملاتړ، د نړۍوالې ټولنې صندوق او ناروي د کډوالو شورا استازو تر منځ نن د یاد وزارت د غونډو په تالار کې د همغږۍ ناسته وشوه.
په دغې ناسته کې د ۲۰۲۷ م کال پلانونو او برنامو، د خوندي مرستو همغږۍ ډلې، د شته ننګونو ارزولو او هوکړه لیکونو لاسلیکولو په اړه خبرې وشوې.
ښاغلي مطهري راستنو شویو، بېځایه شویو او اړمنو ته پر پاملرنې ټینګار وکړ او د ناستې اصلي موخه یې له دغه زیانمن پوړ څخه د غوره ملاتړ څرنګوالی یاد کړ.
هغه اړمنو کډوالو ته د ځانګړې پاملرنې او د مرستو راڼه وېش ته اشاره وکړه او ویې ویل، چې موسسې او وزارتونه باید له یو بل سره همکاري وکړي، تر څو د کډوالو ستونزې حل شي.
نوموړي د کډوالو حقونو خوندیتوب او هغوی ته د فرصتونو برابرولو یادونه وکړه او زیاته یې کړه، چې مرستې باید د هېواد په ټولو سیمو کې په عادلانه ډول ووېشل شي.
همدارنګه ښاغلي مطهري په ژمي کې د خوراکي توکو، پاکو اوبو، روغتیایي، سرپناه، کورونو کرایې، له کرنې ملاتړ او حرفوي برنامو وړاندې کولو پر ارزښت خبرې وکړې او د دغو مرستو اصلي موخه یې د خلکو پر ځان بساینه وبلله.
د همکارو موسسو استازو له یاد وزارت سره د هوکړه لیکونو پر بریا ټینګار وکړ او د وزارت له همکارۍ یې مننه وکړه. هغوی وویل، چې اړمنو ته پر وخت رسېدنه شوې او بېځایه شوي له کابل څخه بغلان ته د مهاجرینو چارو وزارت په همکارۍ ولېږدول شول.
هغوی راستنو شویو ته په یو شان خدمتونو وړاندې کولو کې روڼتیا او عدالت ځان ژمن وبلل او ژمنه یې وکړه، چې دغه اصول په سرحدونو کې هم پلي کوي.
دوی زیاته کړه، چې په سرحدي سیمو کې راستنو شویو ته په حقوقي، مشورې ورکولو، خوراکي توکو، روغتیایي او ښوونیزو برخو کې خدمتونه وړاندې کوي او هڅه کوي، چې د هغوی اړتیاوو ته په کتو مرستې چمتو کړي.
په پای کې ګډونوالو د شته ستونزو حل لپاره د ګډو ناستو غوښتنه وکړه او پر دې یې ټینګار وکړ، چې همکارۍ او د نظر تبادله د غورو حل لارو په موندلو کې مرسته کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۰:۳۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او همکارو بنسټونو د استازو تر منځ د همغږۍ ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د کډوالو په چارو کې د موسسو د انسجام رییس ښاغلي ملا محبوب الله مطهري او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د نړۍوالې ادارې د پراختیایي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۹:۳۸
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د ننګرهار د اچین ولسوالۍ له قومي مخورو او مشرانو سره وکتل.

 له اچین څخه راغلو قومي مشرانو او مخورو، د اسلامي امارت له مشرانو سره د ولس په ليدنو خوښي څرګنده کړه او د کډوالو چارو د محترم وزیر له همکاریو یې مننه وکړه.
 په دغه ناسته کې چې د ولس پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۸
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت د مقام دفتر رییس بغلان ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له مهاجرینو چارو ریاست څخه لیدنه وکړه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري د خپل کاري سفر په ترڅ کې د بغلان له مهاجرینو چارو ریاست څخه لیدنه وکړه.
په دغې لیدنه کې د یاد ریاست د. . .

بېرته خبرونه ته