په پروان ولایت کې د مرستو د جلبولو په موخه د یوې کمیټې د جوړولو په موخه غونډه جوړه شوه
د پروان ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رياست د لړم په ٢٨مه په دغه ولايت کې له جبري راستنېدونکو سره د مرستو د راټولولو په موخه د يوې غونډې د جوړولو خبر ورکړ.
غونډه د مرستیال والي په مشرۍ او د اړوندو ادارو د مسؤلینو په ګډون جوړه شوې وه او د مرستو د جلب او جذب پر څرنګوالي د نظرونو تبادله وشوه.
د غونډې ګډونوالو د خپلو اړوندو ادارو د همکارۍ ډاډ ورکړ.